ما اَخته به په ژړا کړې یاره ته چه راته خاندې
د غم شپه به هم صبا کړې یاره ته چه خاندې
راته مخامخ په سترګو کې مسکی شه خدای لپاره
ما په سمه لار خطا کړې یاره ته چه خاندې
د جهان پروا به نه ساتې جنانه دا مې واوره
لنډه لار راته اوږده کړې یاره ته چه خاندې
دا په څنګ کتل دې ګرانې ځورول دي نورڅه نه دي
ما نالان به د سزا کړې یاره ته چه خاندې
خوست.