تورې تېارې خنجر په لاس سپينه سپوږمۍ مې وژني
د خزانونو سترګې سرې دي ګل غوټۍ مې وژني
د ژوند ميرو کې تږى ګرځم ستړى ستړى زړګى
جانانه لاس راکړه چې تنده ليونۍ مې وژني
د غم رباب نن غږوي راته مرګونې نغمې
ښکاري وختونه د خيالونو درخانۍ مې وژني
د نسيم زلفې د شبنم په اوښکو و لمبيدې
قاتل خزان د زخمي ګل تږې سلګۍ مې وژني
بيا د ژوندون پر اننګو د مرګي غشي خښ دي
د غم حالات د ارمانونو ناوکۍ مې وژني
خيال مې زخمي احساس زخمي زړه مې زخمي زخمي دى
خوني ديوان د غزلونو ښاپيرۍ مې وژني
نصرته څو به لا مزل کوم د وينو په لار
قاتل باڼه ددلبر سترګي خونړۍ مې وژني