د ښوونځيو بندول د طالبانو قوت نه بلکه د پښتنو ......

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 49141
اجمل ستانکزی
دخبریدو نیټه : 2012-05-08

د ښوونځيو بندول د طالبانو قوت نه بلکه د پښتنو بې غيرتي ښيي
په غزني ولايت کې طالبانود پښتنو د سيمو يو شمير ښوونځي تړلي او هغه مشرانو ته چې د خلاصولو په تکل کې يې دي، د مرګ اخطارونه ورکړي. طالبانو پدې کار سره د افغانستان راتلونکی نور هم تياره کړ. خپل پاکستاني بادارن يې نور هم خوشحاله کړل. او د خپلو افغان پلويانو که په شرق کې دي او که غرب کې زړونه يې نور هم ځانته را نزدې کړل.
 طالبان ځکه دا خپلې ټولې نارواګانې يوازې د پښتنو په سيمو کې ترسره کوي چې بدبختانه ډيری پښتانه د اسلام ، پښتو، د حکومت او يا د شمالي ټلوالې سره د تضاد او يا هم د خپل جهالت او ناپوهۍ په وجه د طالبانو حمايت کوي. خو دوی پدې حمايت کې خپله هم تورو تيارو ته روان دي او خپل راتلونکی نسل هم د دې جاهلانو لپاره قرباني کوي. دوی ته طالبان او د هغوی حکومت د خپل اولاد د راتلونکي نه زيات اهميت لري.
 دا د طالبانو تکړه والی نه بلکه د همدغو طالب پرستو پښتنوکمزوري او بې غيرتي ده چې د دوی په سيمو کې حتا د هلکانو ښوونځي هم نشته ولی د دوی ګاونډيان بيا د هلکانو او جينکيانو دواړو ښوونځي لري. که طالبان پخپله دومره نران وای نو د همدې ولايت په هزاره ميشتو سيمو کې به يې هم ښوونځي تړلي وو.
 طالبان د پښتنو په تقريبا ټولوسيمو کې آزاد ګرځي او خپل عمليات ترسره کوي ښوونځي، سرکونه او نور جوړښتونه يې ورته ورانوي. پښتانه د جاسوس، دولتي کارکوونکی، موسيسيي او په نورو نومونو وژني. خپل ماينونه د همدې پښتنو په سيمو کې ښخوي. خو همدغه طالبان بيا له ډاره د تاجکو، ازبکو او يا هم هزارهګانو سيمو ته نشي ورتلای. دا ځکه چې هغه خلک تر دې طالب پلوه پښتنو ډير غيرت لري او نه پريږدي چې دغه جاهلان د هغوی ښوونځي، سرکونه او نور جوړښتونه له مينځه يوسي او يا يې خلک ورته ووژني.
 که دغه طالب پلوه پښتنو ته ووايې چې طالبان زمونږ ښوونځي ورانوي او خلک مو په ماينونو وژني نو دوی وايي چې طالب داسې کارونه نه کوي او دا د دولت او امريکايانو کار دی. که طالب هم ورته ووايي چې دا کار مونږ کړی دوی يې بيا هم نه مني او بيا هم وايي چې دا کار طالب نه دی کړی. دې ډول بې منطقه خلکو ته والله که د چا پلار هم قناعت وړکړي.
 د طالبانو د حمايې تر څنګ ډيری پښتانه اوس هم علم ته دومره اهميت نه ورکوي او ضروري يې نه ګڼي. که په ولسوالۍ کې يې د شپې عمليات وشي نو سبا به يې ټوله ولسوالۍ په مظاهرو نيولې وي خو که په کلي کې يې ښوونځي وتړل شي نو د چا چرت به هم پرې نه وي خراب. دوی دخپلو ښوونځيو تړل نه غندي او د خپلو ښوونځيو ورانولو او بندولو په خلاف آواز نه پورته کوي خو چې هزارهګان په کانکور کې ډير کامياب شي بيا همدغه پښتانه چېغې وهې چې له پښتنو سره زياتی شوی.
 زما په نظر طالبان د پښتنو تر ټولو لوی دښمنان دي. ټلواله يا غرب به مو يوازې ځمکه نيسي او يا به مو خلک وژني خو طالبان د پښتنو راتلونکی له مينځه وړي. د پښتنو ريښې باسي. پښتانه د جهالت په طرف بيايي.
 نو ای طالب پسې روانو پښتنو!
نور هم تکړه شئ او د دې جاهلو غلامانو طرفداري وکړئ او خپل راتلونکی مو نور هم تياره کړئ.