زه ښه پوهيدمه که ددې په کور کې ژوند کومه نو خپل هو يت به نه ښيم چې په اصل کې د کوم هيواديم په دې ورځ زه او دکور خا ونده سره روانې وو چې ناڅاپه مې سترګې پرې ولګېدې ډېره پريشانه وه او وړه لور ېې تر لا س نيولې وه رشتيا ما ېې اول مخ او صورت ته نه ووکتلي لا ندېې پښو او پا جامې ته مې وکتل باور مې نه کېد ه ، دا به نه وي ، نشي کيداي ما په دې لو ي ښار کې د خپل و طن خلک نه پيژندل ؟ باور مې نه کېده ، نه اوس ېې هم نه منم دالوي او ښکلی ښاردلته زمونږ غوندې غرېب او بې وزله خلک نه شي اوسېدلاي .
چې څومره رانېژدې کېدله ګومان مې په يقين بد لېده جرات مې غوښته زه بايد ترې پوښتنه وکړم چې ته ......... خو ما دروغ نه شوای ويلاي زه بايد د کور ما لکې ته معلومه نه کړم چې د کوم ځاي يم تر اوسه ېې زما په خبرو باور دی تل راته واېې چې زما خارجيان ډير خوښ دي اوستاخو ماشاا... عجيب استعداد دی څومره ژر دې زمونږ ژبه زده کړه ويل به ېې چې تېر ځل دې ما ته له خپل وطنه بنګړي راوړل دا ځل ساړي راوړه چې ستا د و طن يادګار را سره وي.
ما به ورته ويل : ولې نه خورې زه خوپه دې مساپرۍ کې ستاسو غوندې ګاونډيان نه شم پيدا کولاي زما پنځه ماشومان دي او تاسوبيا هم خپل کور په کرايه راکړی .
دوطن احساس دا هر څه را نه هېر کړل اوله ځان سره مې وويل څه ېې کوم کورونه خو ډېر دي .
چې رانيژدې شوه نو بې اختياره مې پرې ږغ کړ وطنطارې ته افغا نۍ نه ېې؟
د هغې سترګې له اوښکو ډکې شوې او تر غا ړه سره ووتو و د کور ما لکې راته برګ برګ وکتل او روانه شوه.
نازو پسرلی
۱۳۸۴/۸/۱۲
تهران ـ ايران