زما شملـــــه ستا ئي ګريوان وسوځی
دجنګ لمبـــــــــــو افغانستان وسوځی
دهر چا خولې څـــه اوس فرياد راوځي
ظا ليمـــــــه تا مې هر ارمان وسوځی
مور مې په چغــــــــــو راته وويلـــــــــه
زما څادر ستا ئې ګريوان وســــــــوځی
زموږ رهبره ته خـــــــــــو داسې نه وې
په څو پيسو دې خپل ايمــان وسوځی
زه به ابدال ته داسې څنـــــــــــــــګه وايم
چې خپل اولاد دې نوم نښان وسوځی
ربه ته بيا يوه مـــــــــــــــــــــلاله راکړه
په سرو اورو مې ټول افغــــان وسوځی
خـــــــود به بې دره ( ځلبلانده ) ګرځو
چې مو په خپـــله خپل جانان وسوځی