کارغه اوطوطی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 49260
افضل ټکور
دخبریدو نیټه : 2012-05-14

دکارغه اوطوطی منظومه کیسه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
درنو دوستانو دطوطی او کارغه دغه کیسه ممکن زما نورو شاعرانو دوستانو هم کړی وی ،خوپه بیل بیل انداز کی ،ما هم دغه کوشش کړی دی هیله ده چی خوښه به موشی،
 
اوریدلی می له چا دغه کیسه ده
که غوږ ونیسی له شاتو نه خوږه ده
هسی وایی چی په تیرو رمانو کی
په زرونه کاله وړاندی ورځو شپو کی
هر ژوندی موجود به کړی خوږی خبری
اوسیدل به که نژدی به وو که لری
اوریدلی می څه داسی روایت دی
داسی ښکاری دروغ نه دی حقیقت دی
دکارغانو ډیره لویه پاچاهی وه
خو په برخه یی همداسی مرداری وه
په مرداره به یی شپی سباکولی
په مرداره به یی ورځی تیرولی
هسی وایی یوه ورځ یوه کارغه
خپلی ښځی ته له نازه وکاته
ویلی ځه چی چیرته لاړ شو په چکر
لږ له بلی دنیا هم کړو ځان خبر
مشدی لونګی زما کړه را په سر
ژر شه بیا دی خپل پړونی که په سر
زموږ خوا کی دطوطیانو پاچاهی ده
وبه ګورو چی یی څنګه زنده ګی ده
کارغه مخکی ورپسی یی شوه عورته
ځی په لار خبری کړی له محبته
پوره دوه ورځی یی وکړلو مزل
ورښکاره شو دطوطیانو یو محل
محل څه وو دطوطیانو پا چاهی وه
هری خواته یی خوښی او سوکالی وه
شیبه پس یی طوطی وکړو احترام
شاو خوا یی شول راجمع خاص وعام
له کارغه نه لاندی باندی تاویدل
دکارغه په دیدن کله مړیدل
پس له څو ورځوکارغه وی طوطی خانه
موږ به لاړ شو اجازه که وی جانانه
تاسو ټولو زموږ ډیر وکړ عزت
هیر به نه کړو دغه ستاسو محبت
که ژوندون وو نو راځی به زما کور ته
زه بلنه درکومه تا او خور ته
راولی به ځان سره زما وریندار
درنه هیر نه شی زما دغه ګفتار
زموږ هم ده ډیره لويه پاچاهی
مرداخور می هم امیر دی هم قاضی
دومره ده چی ستا به ډیروکړم عزت
تر هغو چی رانه ته اخلی رخصت
هسی وایی تیریدل سره وختونه
شپی او ورځی وی که میاشتی وی کلونه
یوه ورځ طوطی خان وویل ارتینی ته
دکارغانو کره لاړ به شو میلی ته
طوطی مخکی ور پسی یی ارتینه شوه
قدرت وګوره په لاره کی یی شپه شوه
طوطی خان او ارتینه یی وو خوشحاله
چی کارغه یار کره وربه شو سبا له
چی سبا شو ویی لیدل ډله کارغان
یو له بله سره ناست دی په ډیران
په مرداره کی وهی خپلی مښوکی
په مرداره ښخی کړی یی دی نوکی
دکارغه چی شو نظر په طوطی خان
سر یی ټیټ له خجالته شو حیران
بیا یی هم دطوطی وکړو احترام
دطوطی میرمن ته شو لو لاس په نام
کارغه مخکی ورپسی شو طوطی خان
چی داخل شو دکارغانو په مکان
کارغه وکړه طوطی خان ته میلمستیا
لاندی باندی به طوطی ته شول بیا بیا
دریمه ورځ طوطی ویلی کارغه جانه
که دی خوښه وی رخصت به شو له تانه
کارغه ویلی ته شی تلی وریندار تلی نه شی
دا قانون دی دکارغانو داسی نه شی
دا قانون دی دکارغانو له پخوا نه
خفه کیږه مه کارغه وروره له مانه
دکارغانو کره څوک چی میلمه کیږی
هغه درومی ارتینه یی پاتی کیږی
طوطی شو په دی خبره ډیر حیران
تور کارغه ته یی خپل عذر کړو بیان
داسی لوبه خو ما نه ده اوریدلی
نه می کومه پادشاهی کی ده لیدلی
کارغه ووی دغه هر څه زه منمه
خپل مشران به درته دلته راولمه
که یی نه منی راجمع به مشران کړم
غوږ دی ونیسه زه دارنګه بیان کړم
په سبا کارغه راجمع کړل مشران
په کیسه یی کړل خبر دطوطی خان
ورته ویی ویل طوطی ښکاری ساده یی
دوهلو ټکولو هم بایده یی
دکارغانو پاچاهی کی دا قانون دی
ځان دی پوه کړه دلته داډول مظمون دی
ته به ځی ستا به عورته پاتی کیږی
نه پوهیږو که هر څه درباندی کیږی
کارغه وویل طوطی ته زما ګله
سبا ځه قوماندانی ته ورشه خپله
قوماندان ته به کړی وړاندی عریضه
درته وابه وروی خپله فیصله
په سبا طوطی پیدا کړ قوماندان
ورته خپل حال او احوال کړ بیان
قوماندن ویل له مخی می ورکیږه
ودی نه وینم ځه درومه پنا کیږه
چی خبر نه یی زموږه په قانون
څه بلا ته دی جوړ کړی شواخون
ورځه لو ی قاضی ته وکړه شکایت
ګوندی واوری ستادا رنګه حکایت
طوطی ودریده په مخکی دقاضی
ورته تیره یی کیسه کړه دماضی
وی قاضی صیب که په حال می ورحمیږی
په زړګی کی می اور بل دی ښه پوهیږی
بیا یی ټوله کیسه واوریده قا ضی
په ژړا دی سترګی ډکی دطوطی
قاضی وکړلو خپل حکم په داشان
چی طوطی دی ملامت په هر زمان
قاضی ویلی زه هر څه شمه کولی
خو داخپل قانون می نه شم ماتولی
ماته ښکاری ته په خپله ملامت یی
چی اخته ګوره په داسی مصیبت یی
ته سبا ته شه عرضی زموږ پا چا ته
ګوندی څه خیر یی درورسیږی تاته
په سبا طوطی دربارته شو حاضر
دکارغانو پاچا شو په ده خبر
وزیران یی ټول دربار ته وبلل
خو طوطی ورته دباندی و معطل
دطوطی عرض ته حیران شول وزیران
ویلی داسی خلک هم شته احمقان
حق خو دادی چی طوطی ته سزا ورکړو
او دکارغانو له قانونه یی خبر کړو
خوافسوس چی موږه ډیر یو میلمه پال
تل دخپلو میلمنو ساتو ډیر خیال
دا عادت دی موږ ته پاتی له نیکونو
دمیلمه قدر کوو په قیمتونو
که دا نه وی نو زموږ فیصله داده
چی قانون وی په هغی زموږ سلا ده
عالیقدر عالیشان عالی جنابه
پاچاهی ده ستاسی لویه له هر بابه
دطوطی په حق کی موږ څه شو کولی
خپل قانون خو ورته نه شو ماتولی
دی دی درومی وړلی نه شی کورودانه
ته له دی نه ښه خبر یی عالیشانه
موږ ته خپل قانون له هر څه نه بالا دی
که ادنا دی دکارغانو که دانا دی
دطوطی دی اوس په مخه باندی ښه وی
ورنه پاتی دی پی مخی ارتینه وی
په شاهی ماڼی کی حکم شو صادر
دطوطی له زړه نه یو خدای دی خبر
طوطی ویلی دومره راکړی اجازت
چی له خپلی کډی واخلمه رخصت
طوطی درومی ارتینه یی پاتی کیږی
خبرنه دی چی به وروسته څه پیښیږی
خو زموږه قانون ورځ په ورځ ماتیږی
له کارغانونه بدتر یو څه به کیږی