غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 49274
عبدالسمع سعادات
دخبریدو نیټه : 2012-05-15


د امېد څلۍ مې وران شو د آرزو مرۍ مې پرې شوه
د آرام ټال مې په لټ شو د خوبو مرۍ مې پرې شوه

خوب مې ژا‌ړې وتعبېر ته واېې تا څه وې څه وشوه
په نازونو لوېې کړې د وعدو مرۍ مې پرې شوه

پروت په خاورو دېارپښوکې تر آرمان مې کرېږې خېژې
اوښکې قتلې شوې په تلوکې د زارو مرۍ مې پرې شوه

کله کېنې کله پا څې ماتې خښتې ښکلوې بېا
د احساس قصروېجاړشو نندارو مرۍ مې پرې شوه

زما روېبار زما رقېب شو دراتلولار ترې شوه ورکه
د ېار کلې کې دېره شو امېدو مرۍ مې پرې شوه

له ماښامه تر سهاره د آسمان غېږ به مې څارکړه
د سپوږمۍ په تمه ناستو وېښو شپو مرۍ مې پرې شوه

لېونتوب مې هوښ نېولۍ په سېنې پورې زړه سوې نه
لاس کې جام ېې هم ورکړۍ دتوبومرۍ مې پرې شوه

زمزمې مې نور رسوا شوې ،،سعادته،،خلک پرې پوه شول
سُر او تال نړۍ شوه ورانه د نغمو مرۍ مې پرې شوه