سترګي ډکي وړم له اوښکو هر محل غزل ته ژاړم
هم مي خپل قلم ژړیږي هم د بل غزل ته ژاړم
ګودر وچ دی منګي نسته نخرې هیري دي له نجونو
پیزوان نه زانګي د پیغلو پر اوربل غزل ته ژاړم
« نن دي تار د زلفو راوړه چي کفن ورله ګنډمه
بریتور مي شهید سوی پر مورچل غزل ته ژاړم»
څه سرتوري دي په منډو هغه زما پښتنې ښکلي
سور سالو یې پر سر نسته پر کاکل غزل ته ژاړم
سپین ویښته مي آیینه ده خپل لحد مي پکښی وینم
د مستۍ جنازه وړمه پل پر پل غزل ته ژاړم
چي مي اوښکي تویولې د حمید پر پردیسیو
لیونی سومه یارانو نن مي خپل غزل ته ژاړم
راته سوځي لاندي باندي پکښی وریت مي سول خیالونه
پر کنړ وایمه ساندي پر کابل غزل ته ژاړم
نه ساقي وینم په خوب کي نه ټولۍ سته د یارانو
یو په یو رانه پاتیږي پر مزل غزل ته ژاړم
په سیلۍ کي سیوري وینم جهاني سره ورکیږو
تللي وینمه په خوب کي پر اجل غزل ته ژاړم.
۲۰۱۲ مې ۱۳
ویرجینیا