نظم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 49336
سیداحمدخان (پیمان )
دخبریدو نیټه : 2012-05-17

 دکنړ څخه
 
دشنو نخترو سوغاتونه مي هر چاته ورکړه
د غاښ چيچونه غير دميني مضمون نشته نشته

که دلاجوردو زمرودو ډالي وليږمـــــــــــه
اروپاي نجوني خفه وي نور څه نشته نشته
 
دکميسون نه کميسون او کميسون راجوړشو
هو اداري فساد مرض کي بدلون نشته نشته

دګلو هار مي دټوپک والا ته ډير تمـــــــغه کړ
هو بيا مي هم بارودو غږکي سکون نشته نشته
 
زه دسباپه تمه ناست يم سبا چيرتـــــــه راځي
د توري شپي ترږمي اوږده سباون نشته نشته
 
زمونږ دپيغلو لاس د وينو په  نکريزي سور دي
بلا پسي ديموکراسي شه ژوندون نشته نشــــــته

چه دوطن ليلا په سر باندي پړوني خور کړي
دي دعوه ګيرو کي د اصل مجنون نشته نشته
 
که مي قلم او ژبه وخوزيـــده کار مي وکوت
پيمانه ځان دي پټوه خلاصون دي نشته نشته