ستا تصوير سره وطنه ستا وږمې شي
د جانان غوندې مې سترګې پرې خوږې شي
خير که بيا يې سپين وزرونه تور بارود کړي
خو کوترې دې د امن را خورې شي
چې يې زړه ستا په ځوانۍ باندې نه سوځي
ستا دښمن دې هم نښتر ه ټول ارې شي
وچې څانګې دې غوټۍ غوټۍ ګلان شي
شنې مڼې دې د طبيعت په رنګ کې سرې شي
د اټک غزل ته خدايه مستي ورکړې
چې د ميوو او سپرليو غوندې شنې شي