غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 49471
شفيقه خپلواک
دخبریدو نیټه : 2012-05-23


ډېوه يمه بلېږم
په تمه دې سوځېږم
سپوږمۍ له تا ځليږي
ته لمر يې زه پوهېږم
زه ستوری د اسمان يم
ځمکې غېږې ته درلوېږم
زه امېل يمه جانانه
او په غاړه دې زنګېږم
سپرلی،سپرلی بهار يې
غوټۍ يمه غوړېږم
دوخت له سيند مې باسه
چې کب يمه ښوېږم