چې ستا د تګ له حادثې نه تېر شوم
له څومره لویې صدمې نه تېر شوم
نور مې په دې کیسو ماغزه نه خورمه
د ښه او بد له فلسفې نه تېر شوم
نن مې په خپله ځوانۍ وکړ غرور
ور ومې نه کتل هغې نه تېر شوم
بیا د ماضي په کیفیت کې ورک یم
بیا له یوې خړې کوڅې نه تېر شوم
زه د خپل زړه، د درزا ږغ اورمه
چې ستا د ګل وجود وږمې نه تېر شوم