څومره په مينه مې ساتلې خو غدار وختې
تا د رقیب قیصې منلې خو غدار وختې
زما یوې خبرې تا باندې تاثير ونکړو
ما د غماز نه بیلولې خو غدار وختې
زما له قصده به هر وخت له رقیبانو سره
چه په چکر ورسره تللې خو غدار وختې
خوشالي نشته تل خفه یمه ژړغونی یمه
اوس د بل چا ورسېدلې خو غدار وختې
زه (الوخېل نالان) دلبره څوکيدار ومه ستا
شپې مې په ويښه تېرولې خو غدار وختې
خوست