چې یې دسترګو نه خمار وریږي
خود به پر ما باندې انګار وریږي
زماد عمر په سپرلو کې ګرانه
ولې په ما دخزان نار وریږي
داچې بې کوره بې جونګړې شومه
ستا له چشمانو نه بهار ورېږي
ستا دلبانو دموسکا نه لوګی
په ماسکروټې په هزارورېږي
کله چې ستا ښکلا ته ځيروګورم
بې قرارۍ سره قرار ورېږي
چې دوفا سیلئ دي ليږسوکه شي
په حصینې دغم باران ورېږي