زمونږ په کلي غوړیدلی
نوی نوی ووڅورمڼی
سپنې واورې يې له ځمکې ټولولې
لکه نوی تنکی ځوان چې
سپین پلوله پیغلې اخلي
دپستو وږموڅپې وې
د(سلیم) دځوانۍ شپې وې
دواده خوږې شیبې یې
ته وا شاتوکې راشنې وې
چې په لپه کې داوښکو
ده وه غوښتې له مولا نه
په هاغه غیږ کې يې شپې وې
ترې چاپیره پلوشې وي
یوه ورخ په درمنده کې
دځوانانومست اتڼ وو
دډولچیانوسره څنګ ته
یوڅوچت زڼي ولاړوو
یویولا س يې وو غوږنوته نیولی
دځوانۍ له شوره ډکې
په ډیرسوز يې غرنۍ سندرې ویلې
دی هم سپین ځادر په کوت کې
داتڼ په ننداره وو
یو ناڅاپه غږ دشوبلو
فضا ټوله کړه خیرنه
دسندروارواګانې
دوحشت خپسویوړې
لکه وریځې چې په ورو ورو
دلوړغره شاته راخیږي
هسې ناست په سرد شوبلو
دپوځیانوخړسرونه
دکنډوترشا ښکاره شول
په څپلیوکې راتلې دځنیځرونو
ورو په ورو شوې راځرګندې ټولې شوبلې
هلته لرې یودهقان وو
بیل په مټ کشت ته روان وو
قوماندان قومانده ورکړه
چې راتاو کړئ دا کم عقله
څو عسکر پسې راکوز شول
په کونداغ د کلکوف یې
په ملا تات کړ لکه لښته
لاس اوپښو نه يې راونیو
په زانګو یې قوماندان ته ورګوزارکړ
قوماندان ورته په خیټه کې بوټ کیښود
ترې یې وپو ښتل په قهر
چې موچیرته دي ساتلي
ګوډاګیان دامپریالیزم
له ګردونواوله اوښکو
ددهقان سترګو کې جوړ شومنډدخټو
په ډیر زور يې کړې ورپورته سرلښکرته
وې : صاحبه معافي غواړم
شي بدله دپرګل ستاسې خبره
خوپرې نه وه رسیدمه
په ساده ټکو کې یو ځِل
که یې بیا راته تکرارکړې
قوماندان په لوړغږ نوم د(سلیم) واخیست
دخولې لاړې یې پرمخ ددهقان توی شوي
په دې منځ کې څوک له شانه
قوماندان ته ورپه غوږ شو
چې (سلیم) مولا س ته راغلی
په یوټانک کې موتړلی
دې سره شوبلې شوې ټولې
دچهاوڼۍ په لورکتارشوې
د(سلیم) په سپیره برخه
دزندان کوټه قلفي شوه
دمیرمن له سترګولري
ترې نه تاو پل څرخي شوه
ددوران څرخ څرخیدلو
دڅرخې دپله زندان کې
دپنځوکالوواټن یې ووهلو
یوه ورځ په دې موده کې
یودکلي مشرراغلی
دسلیم پلاريې خبرکړو
چې ستازوی دی شهیدشوی
په نیږوردې رحم وکړه
دابل زوی ته په نکاح کړه
ددې مشرداخبره
دپلارمات زړه ومنله
دډولۍنومی ېې پرې کیښود
جنازه دشهیدزوی یې
دبل زوی مخې ته کیښوه
دوه کلونه چې نورتیرشول
د(سلیم) تقدیر په بله دډه واوښت
له زندانه شوراخوشی
دخوښۍ اوښکې يې توی کړې
ټپې زړه ته يې ورپه شا کړ
پنډدهیلواو دردونو
دامیداوحسرتونو
دخپل کورپه لورروان شو
دراتګ یې اوازه شوه
په ټول چم باندې درنه شوه
چې خبر یې له راتګ شو
په ټول کور یې زلزله شوه
تښتیده ځمکه له پښونه
له هرزړه پورته لمبه شوه
په ماتم دکورورګډ شو
موراوپلارترې غیږې تاوکړې
دده تمه وه په زړه کې
چې هرلوري ته نظرکړي
هر کلی به یې مسکا کړي
خوویرژلی ټول بورجل وو
ژړاګانې ترې نه تاودی پکې ناست وو
پلاریې تم کړپه انګړ کې
ده کړځاردهاغوسترګو
چې با ور یې وو په زړه کې
چې په غیږکې دنظر به
ترې نه وځنډي دردونه
خو نن وریت هغه نظروو
په لیموکې دمیرمن یې
له کړکۍ یې اوریدلې
د هغې دسلګوڅړیکې
مور یې مخ ته اچولې
په واروارغبرګې څپیړې
دپلارسرواوښکويې لارې
سپینه ږیره کې وې جوړي
موریې پلارتر ږیره ونیو
چې دې زوی شو زارا چاودی
بس خبر یې کړه له غمه
دپلار چیغویې اورواخیست
ټول وطن یې په سرواخیست
یویوټکی یې انګار شو
په غوږونو کې دزوی يې
کړل ورتوی لکه نغري کې
شوې له زوی نه یې تیاره کې سترګې ورکې
بار پرسریې ټول جهان شو
دپلاراوښکې یې کړې پاکې
وې: چې پلاره ژړابس کړه
دڅرخي زندان له قیده
که خپل خوار ژوندون ازاد کړم
مرګ خو شته دی چې مې خلاص کړي
له سزاددې زندان نه