غـــــــــلا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 49681
اما نزی
دخبریدو نیټه : 2012-06-04

 

د وطن مشهوره غـله اوس رهــبران دي
تجـــربـــوکي پاخـه شوي کا سبــــان دي
نـن عجیبه ښه خــــواري ده په وطن کي
وږي تــږي د پیـــــسو  بیخي لېوان دي
ملامت نـا ملامت نـــه څـــرګند یــــــږي
غــلاکوي نـارې وهي چي طا لــبا ن دي
د  د ولت په ادارو کي خـــپل ســري د ه
لــوټــــماران د امـن سر کي امـــران دي
د ښاروڅخه بیرون  خـپل سرسري شـوه
غـټ خانان او مـلکــان یې ښا ماران دي
د خپل سرقـتل اوقــتا ل پــوښتــنه نشـته
مسئولین دهـــري کــړني خــارجیان دی
پر مذهـب هم معامــلې دي شروع شـوي
ا ما نزیه ډ یرسپین ستــرګي دلالان  دي
 ناروي ۰۷مارچ ۲۰۱۲