که ستا په یاد وی ګوره
چه ته راستون به شولی
دخپل وطن له غزا
په سرو منګولو به
پتمنو پیغلو
ستا دغیرت شمله کی
په مینه ،مینه
غنچه، غنچه
ګلونه ټومبل
او
بیا به ستا هر قدم ته
دکوڅی خلی نظر ماتی شولو
ته خو لږ فکر وکړه!؟
بس کړه نور مه وره وه
دباروتی وریځونه
دتوغندیو باران
په ښایسته ګلونو
په دی پتمنو کلیو
او
په ویاړلو کوڅو
او که نه؟
پلوری په ناچلو زرو
او تورو لاسو
دا دننګونو
غورځنګونو زانګو
دادتاریخ هغه اوچته شمله
دادګلونو الفتونو دنیا
دادردیدلی، زوریدلی ولس
خو
پام کوه هیر چی نه کړی!
دلته پراته دی، دوطن په مینه
دغر غری شمال ته
ډیر پښتانه سرونه .