دلته څوک دي چې په دړد به مې دړمن شي
ټول سړي رانه خوړلي هديرو دي
په دې وران کلي کې چاته مينه ستايې
سړي نه لري خو سيوري د سړو دي
--
نمره! ستا د دبدبې علاج لرم خو
د کور ونې مې پيړو کې غټې نه شوې
د زړګي چاودې پولۍ مې زهر نولي
ما له خلکو پټولې پټې نه شوې
----
دا چاپيره زلزله ده که قيامت دی
که اوبو ته مې پريوتے تصوير رپي
يا مې خوب د ازادۍ دے رښتيا کيږي
د ځندان په دروازه کې ځنځير رپي
---
ولې شکر په څه شکر د څه شکر
ژوند که دا وي نو په مرګ يمه خوشاله
دا زما د کور کوټه ده که نه قبر?
غځيدلې پښې مې رسي تر ديواله
----
د فکرونو سرمايې پکې ورستيږي
عندليبه هاي ارمان دے هاي ارمان دی
د وطن په سردرو کوي ګشتونه
زړه دې نه دے خدايګو تخت د سليمان دی