غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 49818
جاويد احمدزی
دخبریدو نیټه : 2012-06-12


 
چې د بڼو په شان د غشي پر ما يلغار کړي
لکه ظالم پوځ د زړه پلازمېنه مې ناتار کړي
بورا  به  هغه  دم  د  ګلانو   طواف     پرېږدې
که ما غوندې مينه د خوبانو په رخسار کړي
يو يې سترګې تورې بل يې رانجه کړه پې پورې
نو ر وژلو   ته   د عاشقانو   څه    تلوار   کړي
زه   د ښکاري   په   دام   کې   پريوتم   بې   خبره
د صیاد په دود اشنا د مفتون زړونو ښکار کړي
دا  چې   څومره   غمونه   پر ما باندې   انبار دي
مينه کې پښتون يم ،کنه غر خو هم هموار کړي
خلک مې بولي مجنون د عشق په کار او بار کې
پتنګان   سوځيدلو   کې   د مينې   اظهار کړي
د غزل په زده کړه کې زه لا بېخي ماشوم يم
د يار يادونه دی چې رنګين زما اشعار کړي

بلجيم د انتورپن ښار    11/06/2012