ستاخوترپښولاندې جنت وو ایلـــــه اوس خبرشوم
په کورکې ستا څومره قوت وو ایله اوس خبرشوم
زه به دډاډ پر بسترپروت وم تــــــــرسهاره پورې
ستا ددعاوو بــــــرکت وو ایـــــــــله اوس خبرشوم
ثواب ثواب ټالۍ وهـــــــــلې ستا دمــــینې پر بــــام
دالکه لمونځ دجـــماعت وو ایلــــــــه اوس خبرشوم
ښکاري وطــــــــاق دماشومانـــــو بــې نظمۍ نیولئ
وړاندې خو کورستا حکومت وو ایله اوس خبرشوم
ستـــاعـــمري به نــــــــــوردردونه دپراډونو څکي
نـــن سبا کلـــــه اخـــوت وو ایلــــه اوس خبرشوم
۰۰۰۰۰
په درنښت
سهیلی پښتونخوامسلم باغ