تیر به شي وختونه خو یادونه به یې وي
جوړ به شي زخمونه خو داغونه به یې وي
خاوری به شي هغه حنجرې چه حق آواز کړي
ډک له ولولو نه آوازونه به یې وي
درومي به هرومرو د ظلم شپې سحر ته
ډکه له ظلمته يادګارونه به یې وي
بیا به دغه وچې شونډې بیرته په موسکا شي
زره کې تر ابده وچ داغونه به يې وي
ډوب به شي معروف هم د عدم په سمندر کې
مات به یې قلم شي خو شعرونه به يې وي
۲۶/۳/۱۳۹۰ کابل