مرګيه نامرده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 49948
میرویس پوپل
دخبریدو نیټه : 2012-06-20

غزاله جاويد ته مي تيره شپه ليکلي

تل دي راخيستي په ښايستوو پسي
مرګيه نه غواړي چي وده وکړي
ته ورپسي وي چي له ځان سره يي
يوسي او تر تور تالو يي غوټ تير کړي
... هيڅ دي وس نه رسيدي
په څو څو ځلي يي د کور ومخ ته
په شپو شپو ته ولاړ وي
بيا ستا له لاسه يو بدشکله
او بد ماش سړي ته ورغله
او دي ويل چي ګوندي ومي ساتي
مرګيه تا غوندي بي رحمه
او ظالم سړي وو او وه يي نه ساتله
زړه يي تکيه وو چي خپل پلار يي
خپله خور او خپله مور يي
هغه ځوان ورور او ها ماشومه خورکي
چي بي له تا څخه خوندي ساتله
ولاړه کابل ته درنه پټه سوله
بيا له کابل نه پيښور ته راغله
خو لا دي هيره نه وه
په هره لاره ته ولاړ ولاړ وي
اخير دي واخيستل په هغه توپک
چي نه يي خپل نه يي پردي پيژندي
هغه د خپلي مور د زړه غزاله
هغه د ګل غوندي ښايسته غزاله
د خپل وروڼو خوږه غزاله
اوس دي په خپل لاس کي سوه
اوس دي په خپل دغه بندي محبس کي
د ټوله وخت لپاره وساتله
اوس دي په خپل دغه بندي محبس کي
د ټوله وخت لپاره وساتله