له ماشومتوبه تر قبره

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 49980
ميرويس پوپل
دخبریدو نیټه : 2012-06-20

 

چي په ژړا باندي پيليږي هغه ژوند به څه وي
ژړا سي تيره په خندا خندا کي خوند به څه وي
لا په دي تمه يو چي کله به کراره ورځ وي
چي نه ملاله وي هغه جنګ د ميوند به څه وي
نه د احمد نه د ميرويس غوندي اتل پيدا سو
دا بي هدفه چي جنګيږي ددي پند به څه وي
کله به بيا هم د نازو او زرغوني غوندي وي
چي سره رنګونه د پيغلانو په مړوند به څه وي
لاسونه پورته کړي ميرويس او پوپل هم دعا کړي
که دا تورمخي وي ددي خوني جنګ بند به څه وي

د ژوندون تلويزيون د کندهار مسوول