Benawa :Online Pashto World ~ بېنوا : پرلیکه پښتو نړۍ
بد بختې
په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50152رفېع الله مصلحدخبریدو نیټه : 2012-07-02
هغه څه نه چې افغا ن اولس کړېږې
بی علمې ، بی اتفا قې ، خودغرضی ده
دنېا ولاړه اسما نو ته ، مونږ بېده ېو
ټول د بل په لکۍ ځوړند ، بی شر مې ده
تش په وېلو د دنېا لوړ مسلمان ېو
خو اغمال مو ډېر کفرې دی ، نا پوهې ده
مونږ پخپله د خپل ځا ن سره په جگړه ېو
جها لت سره خوشال ، دا بی غقلې ده
نور په هېڅ کار نه ...پو هېږو، مرگ مو زده ده
افتخار په خپل وخشت کړو ، افغا نې ده
خپل د ورور سره جگړه په مال مېراث شې
خپل ا کا ته تربور واېو ، تربورې ده
قصد ،کېنه خو لا وختې را پا تې شوې
اوس درواغو ،لاف شاف کې زورسېالې ده
پخوا به چا قو کش ېا لنډغر و
ځا ی ېی ونېوه خود کشو، بې شرمې ده
د جها د په نوم ېی ټول وطن را چور کړ
با ز پر س نه شته هسې جوړه دېن فروشې ده
ا جېنټا نو بازار گرم ېو تر بله ر قا بت دی
وزېران دی وکېلان دی ، ازا دی دی
په دولت کې به ېو دوه ر شوتخوران و
کرزې وکرل بېشمېره ، پر ېما نې ده
مصلح پر ېږ ده دا خبرې اثر نه کړې
اوس نظام دی ،د دی خلکو بې خا رې ده