غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50157
ډاکتر حسن
دخبریدو نیټه : 2012-07-02

هسې مې په خوله خبرې سپورې وي
زړه کې مې اشناارادې نورې وي

زه یوازې نه یمه له غمه تور
وریځې هم هاغه ژاړي چې تورې وي

خلاص شم په خوارۍ له مزدورۍ ماښام
درچې شم دتادروازه پورې وي

وڅښودې پیالوکې دپښتوشراب
زمونږ چې پر تندي پګړۍ نسکورې وي

اخله يې(حسنه) لاس په لاس ترې نه
پېغلې په مچکو کې بدپورې وي