غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50251
جاوید احمدزی
دخبریدو نیټه : 2012-07-08

څومره خوند چې يتيم سره په ژړا  ده
هسې  چيرته  امیر   سره  په  خندا  ده
زما يواځې ، يواځې  ځان   بهر    دی
روح مې اوس،اوس هم په زړه کې د اسيا ده
زه موسی خان به څنګه غزني هيره کړم
هره  ټپه  کې  مې  ګلمکۍ  اشنا  ده
سوالونه  وګړئ  په  زیارتو  د  وطن
دغه  مېنه مو  جنت  په  دې  دنيا  ده
شعر مې ليکل يو دم راباندې سبا شو
ګوره   پروانه  تل   پر شمع   شیدا    ده