دانارې چـې تاســو اوري ديتيـم ســــــوئ اوازدئ
کــــړولـئ دچــــارواکـــــودنشــودمېلـــو ســــازدئ
مــوراوپلاريې دبمــونــوقـربآني دي ستئ ســـوي
انتحــارلــه منځه وړي پرمـېدان يې دزړه رازدئ
دتوپ توپک مرميووخوړل ماشوم سول يتيمــان
شمېريـې ډيريږي ورځ تربلې دېکې دچانيازدئ
له خوږې مينې نعمت دموراوپلاره يې محروم کړ
پــه مينـــه للــوللـــوورتـه ويلــه دغـــره بــــــــاز دئ
ارمانونه نيمه خـواپه وينوسوريې سپين کفن سـو
دکــوڅــوسـولواواره لــوي کــړئ يې پــه نـــازدئ
پرې يې نـه ښـودلــودمورچـوپړته چې جنت وګټـي
ديتيـم پـه نـوم يې دنــاکاره ژونـد نـوئ اغــازدئ
پـه څـېردشمع سـوځيږي ويلې کيږي اوورکيـــږي
وهـربچــي تـه دوالــدينـوخيـال دلــوړ پــــروازدئ
دجګـړي ناورين ولې دئ پردې خـاوره ټپل ســوئ
پراننګواوښـکې بهيـږي پـرَدئ راغلـئ تــــازدئ
دلتـه هـرڅـه دپردوواک هم اختـياردئ چې چليږي
ټـول پرَدي احساس دلېونوپرمځکه هـوابــازدئ
ورتـــه ټـــاکلـئ يې معيـــارديتيــم پرهــوسيــــــــږي
نـورنـه پرېږدوپردي چې راسره مينـه کې فرازدئ