ډيوې بس ده نوره مړه شه
دبدن لمبې سړې کړه
ددې غټوغټوڅاڅکواوښکوبندې سلسلې کړه
ستاپرسرچي اوربليږي
دالمبه دبل دسرده
يادځوانوهيلودوګ ده
يادځوان پتنګ ځيګرده
يادموردسترګونورځي
يادناوې دسرلمرده
يادزړه دتل ټوټه وړي
ياهيلوپيغامبرده
بس ده بس ډيوې بس ده
بندې ساندې غلبلې کړه
ستارڼازموږه نده
ستارڼادبل دکورده
ستاورغوی ستاخپل نده
ترلاندې دبل شورده
زمااوميدچي راته وژني
دهغه دسکه ورورده
چي په تاباندې څوک سوځي
ځاي يه تورديوال تورګورده
نوډيوې خداي ومنه بس ده
ماتې پښوکې زولنې کړه
ماتې پښوکې زولنې کړه
کډوال ادبي ټولنه مسلم باغ پنډغالی