د هجرت او پردیسې په اورسوځیږم نیږدي یارراسره نشته
د پردوملک کي اوسیږم واک ، اختیارراسره نشته
دلته ډیرښکلې ښارونه اوبنګلي شته، خو زما دوطن نه دي
هرطرف ته چه خوځیږم سالم فکر،ابتکارراسره نشته
پر وطن مي سرې لمبې دي د اورونواوبمونوباران اوري
خپل خپلوان مي بیګانه شول وطنپاله یوهمکارراسره نشته
په پردئ ژبه ویل کړم زما ګراني دمورژبی پښتو څه شوي
نه کاکا شته نه ماما شته زما دوینې موراوپلارراسره نشته
ښکلي ګران افغانستانه ستا محبت او شفقت ډیرراسره دي
شنه باغونه اولوړغرونه ارغنداب او کندهارراسره نشته
بلخ ،هرات بادغیس مي څه شو،کابل جان د ټولوزړه دئ
بدخشان او بامیان دواړه خوست اوننګرهارراسره نشته
د غزنی لرغون تاریخه د ایبکو درستم د تخت یادګاره
دهلمند بهانده سینده خپل بغلان،غوراوتخارراسره نشته
د لوګرمیدان جګ غرونه،د پکتیا اود کونړ لوی ځنګلونه
میمنه اوروزګان چیری،چخچران اوچاریکارراسره نشته
دزابل کندزښارونه د فراه اوکاپیسا دتیرتاریخ ستریادګارونه
نورستان مي ښایسته دئ جوزجان اولغمان ښارراسره نشته
هر افغان دخپل هیواد اوخپلی خاوري لیونې مینه بیاغواړی
څه به وکړی خوارنورزیه خپله خاوره کي غمخوارراسره نشته
جولای ۲۰۱۲