دعشــــق یادګـا ر

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50464
نعمت الله پتانزی
دخبریدو نیټه : 2012-07-21


ستــایادونه می چی زړه کی رابیـــدارشی
زماخیـال دستاغمــــونوته وزګــــــــارشی
چی ستـانوم راته دکلـی ماشــــــوم واخلی
ستاپرلورمی قدمـــونه په تلــــــــــوارشـی
نن درځمــــه چی ونه ښـــــــوری له بامه
هسی نه چی بیا دتــیرد دیدن وارشـــــــی
افغـــــــانی کمیس دواغـــونده راټوپ کړه
چی روپی د له ټــــــــټرنه بادپرلارشــــی
زه به ډیرروپــــــی ټولــــی کــــړم له تانه
که ښایسته ځونډی تری جوړدماشیندارشی
ستړی مه شی کی می ټینګ نیسه لاسـونه
درته پاتی به دعــــشق دایویادګارشــــــی
چی له یاده دونه ایـــــــــــــستم هیڅـــــکله
زماځـــوانی زماژوندون ددرنه ځــــارشی
ستاد زلفــــــــــــوکمربندترمـــــــــــلاتړمه
چی په تیښته می غلیم له کلی ,ښـــــــارشی
تاله ځـــان سره نن جګــــــوغروته ولـــــم
چی په کلی کی می هرسړی اغیــــــارشی
سپین پړونی دنن راکړه ځم سنګـــــــــــرته
که شهیـــــدشولم کفـن ته به پـــــــــکارشی
په وعــــــــده دکه وفاوکــــــــــړه محبوبی
ستاد یاردزړه دردونه به کــــــــــرارشـــی
دسپیڅـــــــــلی پښــــتنی مینی په تــــوربه
(پټــانزی)یوه ورځ له کلی نه فـــــرارشی

۱۳۹۱/۴/۲۸
دهرات لرغونی ښار،دباباحاجی محله
دشپی دوه نیمی بجی