ښکــاري ښکارته را وتـلی دی لـــه کوره
غـــــره شوی دی په ځان له خپـــله زوره
غټ دوربین یې هري خوا ته دی نیــــولی
چیري ښکاروي هـــلته شپه شي تکه توره
پرګــلونو زړه مــــین بـــــلبــــل په نـــښه
وژني څوک چي د هغوی نشته غــمخوره
هــري وني میـــوه داري تـه په څــرک وي
بیخ یې ریبي چي شنه نـــه شي هــغه نوره
سترګي پـــورتـه داسمـــــان په کنګـــروکي
ټول باغــــــونه لوټــــوي شنه که سمسوره
د سـلاح په زورپروا د هیـڅ شي نکـــــړي
خیال کوي چي دوی پرحـــق له هــره لوره
یـــومظلوم چي بې خـــبره وي لــه ځـــانــه
په چــــرو یې ما ت وزر شي لـــه سرزوره
لــه زخــــــمي زړګي یې یــــو الله خـبر وي
نه پوهــیږي چیـــــغي باسي ډک لــه شـوره
زړه ســـــوی نشته د بې رحـــمو قـــاتــلانو
خوشحالي کړي چي مرغۍ شــوله نسکوره
زورواکان هـــم پر هــمدې لاري روان دي
خلک وژني لـــــوټوي یي کــور لــه کوره
د بــــل ویني چي زبیښي پـــروایې نسـتـــه
شـــرم نشــته حیـــا نشتـــه لـــه پیغــــــوره
ذوالجـــلاله د مظـــلومــو مـد د ګـــــار شې
غــریب خلاص کړې د ظالم له شر اوشوره
امانـــزی هــــیله لـــري څښتن تعـــالي تـــه
د افغــان ولس دښمن ګـــــړې ته مخ تــوره
ناروي ۲۷ دسمبر ۲۰۱۰