نن مې د سترګو په شینکې انځور کې
د شپو په زړه او د خیالو په وزرو
ستا د نظر دتورو شپو غیږې ته
ښکلې محل ښکلې مکان لټوم
ځانته صنم ځانته جانان لټوم
نن مې جامونه د ارمان ګډیږي
د چا د سترګو په نشو مست شوې
واه، چې زخمونو د خوږلن زړګي ته
رنګ د شرابو کې درمان لټوم
ځانته صنم ځانته جانان لټوم
دا د فکرونو مسیر نه غواړم نور
زړه مې هوا د الوتو کړی ده
چیرته به لیري له دی ښاره، هلته
د مینې لاره کې اسمان لټوم
ځان ته صنم ځان ته جانان لټوم
للمو د زړه چې ګیله منې نشي
دواړه لیمې درسره مل ګرځوم
نن په جنون د ارماني مینه کې
له خپلو اوښکو نه باران لټوم
ځانه ته صنم ځان جانان لټوم
عالمه، پریږده چې هرڅه مې بولې
زه په لټوڼ کې د اشنا ورکه یم
نور دی ورکیږي د دنیا په مینه
رڼا زه ورکه یم خپل ځان لټوم
ځانته صنم ځانته جانان لټوم