غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50508
محمدعلی عمری
دخبریدو نیټه : 2012-07-23


اوس خو لا په سترګو کي خــــــــــواږه لرې
ستا که ځواني  ولاړه شي بیــــــــا څه لرې؟

شونډي دمین پـــــــر شونــډو ږده پــــــه ناز
دافرصت بـــــــــه بیا پــه لاس کي نه لرې

وخت  مروړي هـرڅه پـــه  خپله غېږه کې
نن که سره ګلان پـــــــر ګرېوانــــــه لرې

پام به کوې هسي نــــــــــه نظر بـــــه شې
سره دې اننګي وي مـــــړه کاتــــــــه لرې

ستا عمـــــــري تاتـــــــه دي ویــــــلي تل
ستا مین خو زړه غواړي کــــه زړه لرې

سهیلی پښتونخوا مسلم باغ