اوم څپرکی:
اکرم د موټر نه را کوز شو، شاوخوا یی وکتل، نه پوهیده چی چیر ولاړشی او چیری شپه سبا کړی. هر څه ورته پردی دی، خو باید دهر څه په وړاندی مقاومت او مبارزه وکړی، تر څو ځان و بری ته ورسوی. غوټه یی په شا کړه او په تندو ګامونو د کوټه سنګی په لور حرکت وکړ، څلور لاری ته راورسید، ودرید شاو وخاو یی ولیدل، سترګی یی مخامخ پر یوی لوحی ولګیدی: (بابا ولی هوتل او میلمستون). اکرم خوشحاله شو، دجادی نه تیر شواوهو ټل ته وخوت، سترګی یی پر یوه چاغ سړی چی خیټه یی دباندی راوتلی وه ، ګرمی او چاغی دواړه سره یو ځای شویوی او سړی پر یی د خولو ویالی په نورمال ډول جاری ساتلی، دیوه لوی میز وشاته ناست ؤ او دخلکو نه یی پیسی ټولولی ولګیدی. اکرم پوه شو چی دا باید د هوټل خاوند وی، ځان یی ورورساوه، سلام یی وکړ او ویی ویل: وروره، دشپی د تیرولو لپاره کوټه لری؟
چاغ سړی، یوه شاګرد ته اشاره وکړه، او ورته ویی ویل: ولاړشه دی ځوان ته کوته ورکړه. شاګرد مخکی شو او اکرم ورپسی، یو پوړ لوړ و یوه اوږده دهلیز ته چی په دواړو لوروکی یی د کوټو دروازی ښکاریدی، ننوتل، دوی دری کوټی وړاندی شاګرد، دیوی کوټی دروازه خلاصه کړه او ویی ویل: وروره ، دا کوټه ده.
اکرم کوټی ته دننه شو، شاوخوا یی وکتل، سره ددی چی کوټه ډیره پاکه نه وه، ولی داچی اکرم د کلی نه ښارته راغلی ؤ، کوټه ورته ډیره پاکه معلومه شوه او ویی ویل: مننه، صحیح ده.
شاګرد: دخوړلو لپاره څه درته راوړم؟
اکرم: نه وروره، کوردی ودان، ډیرستومانه یم، که یوازی یو شین چای راته راړی، مهربانی به مو وی.
شاګرد: د کومه ځایه راغلی؟
اکرم: وروره د برکلی نه راغلی یم، پرون سهار مو حرکت کړیدی، لاره ډیره خرابه وه، بس جو، جو یم، یوازی چای چيښم او استراحت کوم.
شاګرد نه پوهیده چی برکلی لا چیری دی، سریی و ښوراوه، د کوټی نه ووت ، یوه شیبه وروسته یی د کوټی ور وټکاوه، اکرم دروازه خلاصه کړه، شاګر چای پر میز پریښودی، اواکرم یی یوازی پریښود.
اکرم چی ډیره لاره یی پریکړی وه، سخت ستومان ؤ، دشین چای ګرمی، ګرمی پیالی یی پرسرواړولی، ځان یی په بستر کی لاهو کړ او یوه شیبه وروسته په درانده خوب ویده شو.
اکرم لا اړخ نه ؤ بدل کړی چی ملا د الله اکبر په ویلو سره سهار اعلان وکړ او اکرم د خوبه راپاڅاوه. اکرم اودس او لمونځ ادا کړل، غوټه یی را واخیستل او رستورانت ته راغی، پر تخت کښیناست اود چای فرمایش یی ورکړ. چای او ګرمه مړی یی نوشی جان کړه، ساعت د سهار اوه بجی وی، اکرم د چاغ سړی (هوټلی) وخواته راغی، سلام یی وکړ، هوټلی یی سلام ته ځواب ورکړاو ویی ویل: څنګه یی ځوانه شپه دی ښه وه؟
اکرم: هو کاکا، مننه ډیره ښه وه، ښه خوب می وکړ او اوس باید لاړشم او خپل کارونه راخلاص کړم. اکرم د هوټلی نه د پوهنتون د ادرس پوښتنه وکړه، هو ټلی هم په مینه د پوهنتون ادرس ورته ووایه. اکر وویل: کاکا، پیسی مو څومره کیږی؟
هوټلی د پیسو بل ورکړ، اکرم هم پیسی تحویلی کړی، او دخدای په امان په ویلو سره دهوټل نه ووت او د پوهنتون لاره یی خپله کړه.
د سهار اته بجی وی چی کلیوال اکرم په ملی جامو کی دخپلی غوټی سره د کابل پوهنتون ته ننوت، د اچی اکرم په ملی لباس کی ؤ، دهر محصل نظریی ځانته جلباوه، شاوخوا ټولو محصلینو اکرم ته کتل، چا هم ګمان نه کاوه، چی داساده او کلیوال زلمی د طب فاکولتی ته کامیاب دی او یوه ورځ به یو ستر انسان ترینه جوړوی خو اکرم دچا پروا نه ساتل، له هرڅه مخکی د محصلانو ومدیریت ته لاړ، خپل نوم یی ومیند، د شمولیت کارونه یی تکمیل کړه، د محصلانو د مدیریت نه یی پر لیلیی باندی مکتوب ترلاسه کړ او لا غرمه نه وه چی اکرم د لیلیی ودروازی ته ودرید.
دلیلی په دروازی کی دپاخه عمر یو چاغ سړی چی په څوکی کی نه ځاییدی ناست ؤ، دا سړی د لیلیی محافظ ؤ، اکرم ورته سلام وکړ، او کاکا سمدلاسه ترینه د مکتوب غوښتنه وکړ، داسی معلومیده لکه اکرم چی یی پیژندلی وی، اکرم هم مکتوب ورت وښود او دلیلی محافظ سمدلاسه د لیلیی ومدیریت ته رهنمایی کړ.
اکرم مخامخ دفتر ته چی پی لیکی وه، د لیلی مدیریت، دننه شو، په دفتر کی پوره ګڼه ګوڼه وه، اکرم هم پخپل نوبت مکتوب یی د لیلیی مدیرته ورکړ، د لیلی مدیر مکتوب ملاحظه اوبیرته یی اکرم ته مسترد کړ او ویی ویل: دلیلی و ښوونکی ته یی ورکړه. اکرم د مدیریت نه راووت، د لیلی د ښوونکی دفتر یی پیدا، اومکتوب یی وښوونکی ته ورکړ. ښوونکی کتاب راوواخیست، څو پانی یی واړولی، بیا یی د اکرم نوم ولیکی، د طعام خوری کارت یی ورکړ. دواړه د، دفتر نه ووتل، ښوونکی مخکی ؤ او اکرم شاته ورپسی ؤ او دواړه یوه اطاق ته شول، اطاق خورا لوی ؤ، د چپرکتونوګڼه ګوڼه کی زیاته وه. ښوونکی دوه نفر کارګران راو وغوښتل اوورته ویی ویل چی د تحویلخانی نه یوه بستره راوړی. یوه شیبه وروسته کار ګرانو بستره حاضره کړه. ټول چپرکټونه ډک وه، یوازی د یوه چپرکټ دپاسه بستره نه وه، کارګرانو بستره دهمدی چپرکټ د پاسه حواره کړه او ښوونکی اکرم ته وویل: دا ستا چپرکټ دی.
اکرم: مننه;
اکرم د چپر کټ د پاسه کښیناست، چپرکټونه یی یو، یو وشمیرل، پوره ۴۵ دوه منزله چپرکټونه وه، اکرم د ځان سره وویل: دا کوټه ده او که زموږ کلی؟ په داسی حال کی چی اکرم دخپل چپرکت دپاسه ناست ؤ، سترګو یی هر یو کټ بیل بیل څاره، فکر یی د کوټی نه بهر ووت، د لیلی، پوهنتون، کابل نه ووت، اوږده لاره یی لنډه کړه، او په یوه شیبه کی د کلی خاورینو کوڅوته ورسید، هغه شیبی یی راپه زړه شوی چی اکرم به د پوهنتون په اړه فکرکاوه، د مورنه یی هیله کوله چی ورسره مرسته وکړی، د کلی ښوونکی او دهغه مشوری، داهر څه هرڅه یی یوازی په یوه شیبه کی د نظره تیرشوه، فکریی په منډه بیرته د کلی نه راوګرځید، او دځانه سره یی وویل: هو اوس زه د کابل پوهنتون محصل یم.
ساعت د غرمی ۱۲ بجی وی، چی محصلان یو یو را پیداشوه، او کوټه د محصلانو ډکه شوه، د کوټی ډیر اوسیدونکو خپلو کی سره فارسی خبری کولی، اکرم ډیر نه پوهیده، ځکه چی اکرم یوازی فارسی په کتابو کی لوستی وه، یو څونور محصلین بیا په بله ژبه سره مصروف وه چی اکرم بیخی نه ورباندی پوهیده، دکوټی په یوه کنج کی چی اکرم ته نژدی وه، دوه دری محصلین په پښتو ژبه ږغیدل چی د اکرم پاملرنه یی ځانته واړول، اکرم د هغو په لیدلو داسی خوښ ؤ، تابه ویل چی خپل کلیوال یی میندلی دی. اکرم سمدلاسه دهغوی نه پوښتنه وکړه: وروره، وبخښی تاسو هم نوی راغلی یاست؟
یوه یی ځواب ورکړ: هو، که زاړه وای نو په دی غوجل کی به موڅه کول.
اکرم وخندل او ویی ویل: پوه نه شوم.
مقابل لوری ورته په ځواب کی وویل: وروره ، ددویم کال محصلین په مرکزی لیلیه کی اوسی.
اکرم: ښه، پوه شوم، ستا نوم څه دی؟
ځواب: زما نوم سلیم دی او ستا نوم؟
اکرم: خوشحاله شوم، زما نوم اکرم.
اکرم: سلیم جانه په کومه فاکولته کی درس لولی؟
سلیم: اقتصاد لولم او تاسو؟
اکرم: زه طب ته کامیاب شوی یم، بس همدا پرون له کلی راغلم، بس یو ساعت مخکی دلته راغلم.
سلیم: په لیدو دی خوشحاله شوم.
اکرم: دلته ټول فارسی خبری کوی، له مانه خو بیخی لار او ګودر ورک وه، خو ستا په لیدو می روح په ځان کی ودمیده.
سلیم: چرت مه وهه، فارسی ډیره اسانه ده، دری میاشتی وروسته به ته هم فارسیوان شی او بیا دواړو سره وخندل.
سلیم او اکرم، د یوی شیبی لپاره ښه ګرم بانډار وکړ، دواړه یو ځای د ډوډی خوړلوته لاړل.
اکرم د سلیم نه هیله وکړه، چی ښارته ورسره لاړشی او د دریشی په رانیولو کی ورسره کمک وکړی، دواړو یو سترګه استراحت یی وکړ، مازدیګر دواړه ښارته لاړل، څو پطلونونه او څو کمیسونه، قلم، کتابچه یی راونیول، او بیا دواړه بیرته لیلی ته راستانه شول.
اکرم او سلیم په یوه ورځ کی ډیر نژدی ملګری شول، د ماښام د ډوډی خوړلو وروسته اکرم او سلیم دواړه ډیری قصی سره وکړی. اکرم خورا ډیر پوښتنی لرلی، غوښتل یی خپل ټولوپوښتنو ته په یوه شپه کی جواب پیداکړی، خو سلیم ته نور خوب ورغلی ؤ، سبا ته یی باید ځان اماده کړیوای، مخ یی اکرم ته راواړاوه او ویی ویل: بس ده ملګریه، نوری پوښتنی بل وخت ته پریږده، راځه چی استراحت وکړو، سبا درس لرو، په وخت باید پا څو، دواړه و بستر ته لاړل اویوه شیبه وروسته په درانده خوب ویده شول.
سبا اکرم او سلیم دواړه د پوهنتون په لور حرکت وکړ، سلیم پوهیده چی اکرم نا بلده دی، ځکه یی نو لومړی هغه د طب تر فاکولتی پوری ورساوه او خپله د اقتصاد په لور راستون شو.
دوام لری.........................