ازاد نظمونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50534
نقیب قریشي
دخبریدو نیټه : 2012-07-25

داغ

و خوږ زړګي ته مي
د ميني داغ ونه رسېدلی
اوس دادی
د ځناورو په خوني ځنګل کي
زما د زړه کوتره
الوتني کوي .
------------

کوټه

اختر نژدې دی
د اختر سهار ته مي
تک سپين کالي کړيدي
دا به چيري خيرن سي
هو رشتيا !
کوټي ته درځمه ګراني !
او ستا پر قبر به
په خپلو اوښکو
خټي کوم .
------------

ميسج

زړه مي ورېږدېدی
ما ويل ويره مي پر زړه پرېوته
وبېرېدم
هغه مي سايلينټ سوي زړه ته
د چا د ويښ زړګي ميسج ننوت .
--------------

راډيو

زوکام يم
ږغ مي بدل سويدی اوس
خو هغه ليونۍ وايي
د خبرونو وياند
بدل سوی دی
--------------


ته !

ته مي کله هېره کړې يې
ها !
زه خو دا يم ژوندی يم
که مړ سوم نو ومنه

چي !
هېره مي يې .


کندهار افغان ازاده راډيو