دفریدون مشیری دښکلي شعر ژباړه۰
بې تا شپوږمۍ، یو شپه بیا له هغه کوڅې تېرشوم
ټول تن شوم سترګې ستا لتون پسې ځیرشوم
ستا ددیدارشوق و رپڼی (۱) زما دوجود له جام
هـغـه لېونـی عاشـق شـو رانـه جوړچې وم
زمادوجودپه زرندۍ (۲) ستا دخاطروګل وغوړید
دسل یادونو باغ وخندېد
دسل یادښتوعطر وچلېد
په یادمې دي، یوشپه زه اوته یوځای له هغه کوڅې تېرشوو
والوتودزړه خاست هغه خلوت کې وګرځېدو
یوساعت هم کښېناستو ترڅنګ دهغه بیالې
تاپورې کړ دټول جهان رازپه توروسترکوکې
زه شوم ټول محو ستا دلیموپه لیدلوکې،
شین آسمان و شپه آرامه
بخت خندان و وخت رام
پرېوتي په اوبوکې وګږي د سپوږمۍ
شاخونو لاس وچت نیولی له اوږمۍ (۳)
شپه وبېدیا و تیګه وګل
ټولو زړه بایللی دتورې شپې پرغزل
ماته یاد دي: چې وویل تاراته
له دې عشقه حذروکړه!
یولمحه دغه اوبوته نظروکړه
اوبه ، هغه آئینه چې عشق په کې ګذراوي
ستا چې نن نظربل نظرته پام کوي
ګوره سبا بیا چې زړه دې دبل چاه وي
ترسو وباسې له یاده ، له دې ښاره تریووخته سفروکړه
تاته مې ووایل !
بېره له عشقه ؟
نیم پو
سفر ستاله څنګه ؟
نشم هرګز،
ستاپه امید اوله ورځ چې په هواشوزما زړه
بیاکېناست لکه کوتره ستا دبام په څوکه
تاوویشتم په تيږه ، نه مات شوم نه راغی نفرت
بیا مې ووایل :چې ته ښکاري اوزه هوسۍ په دښته
ترسو بند ستا دعشق په دام شم هرځاي ګرځېدم وګرځیدم
زه له عشقه بېره نشم
سفرستاله څنګه هرګزنشم نشم !
له څانګې پریوتله اوښکه
چغرو(۴) وکړتریخ نالښت شوپه تيښته
نم شوستادسترګوځلا
اوږمۍ ستا عشق ته په خندا
ماته یاد دي، بیا مې وا نورېد ځواب لتا
نوردغم په لمن مې وخویده پښه
نه شوم مات نه مې وکړه کرکه لچا
ولاړې دغم په تیاروکې هغه شپه ونورې شپې هم
بیا د وانخیست د زهیر عاشق خبرهم
نورونکړې ګذرله هغه کوڅې هم !
بې تا،مګر په څه حال زه له هغه کوڅې تېرشوم
۱-رپڼی:مالامال ،ډک، یولوښی چې له اوبو دمره ډک شي چې نورترې توېږي ،په فارسی ورته لبریزواي
۲- زرندۍ : زیرخانه ، تاکاو
۳- اوږمۍ یا ووږمۍ : (وږ م ۍ ) سپوږمۍ
۴- چغرو: هغه مرغه چې دشپې پروازکړي اودري ژبي ورته بوم وائې
کــوچــه
بی تو مهتاب شبی باز از آن کوچه گذشتم
همه تن چشم شدم خیره به دنبال تو گشتم
شوق دیدار تو لبریز شد از جام وجودم
شدم آن عاشق دیوانه که بودم !
در نهانخانه جانم گل یاد تو درخشید
باغ صد خاطره خندید
عطر صد خاطره پیچید
یادم آید که شبی با هم از آن کوچه گذشتیم
پر گشودیم و در آن خلوت دلخواسته گشتیم
ساعتی بر لب آن جوی نشستیم
تو همه راز جهان ریخته در چشم سیاهت
من همه محو تماشای نگاهت
آسمان صاف و شب آرام
بخت خندان و زمان رام
خوشۀ ماه فرو ریخته در آب
شاخه ها دست برآورده به مهتاب
شب و صحرا و گل و سنگ
همه دل داده به آواز شباهنگ
یادم آید : تو بمن گفتی
ازین عشق حذر کن !
لحظه ای چند بر این آب نظر کن
آب ، آئینة عشق گذران است
تو که امروز نگاهت به نگاهی نگران است
باش فردا ، که دلت با دگران است
تا فراموش کنی ، چندی ازین شهر سفر کن !
با تو گفتم :
حذر از عشق ؟
ندانم
سفر از پیش تو ؟
هرگز نتوانم
روز اول که دل من به تمنای تو پَرزد
چون کبوتر لب بام تو نشستم
تو بمن سنگ زدی ، من نه رمیدم ، نه گسستم
باز گفتم که : تو صیادی و من آهوی دشتم
تا به دام تو درافتم ، همه جا گشتم و گشتم
حذر از عشق ندانم
سفر از پیش تو هرگز نتوانم ، نتوانم … !
اشکی از شاخه فرو ریخت
مرغ شب نالة تلخی زد و بگریخت !
اشک در چشم تو لرزید
ماه بر عشق تو خندید
یادم آید که دگر از تو جوابی نشنیدم
پای در دامن اندوه کشیدم
نگسستم ، نرمیدم
رفت در ظلمت غم ، آن شب و شبهای دگر هم
نه گرفتی دگر از عاشق آزرده خبر هم
نه کنی دیگر از آن کوچه گذر هم !
بی تو ، اما به چه حالی من از آن کوچه گذشتم
زنده یاد فریدون مشیری