څـــوماران ورته پراته په لوی بازارکې
وو راټـــــول خـلګ دده په انتظآرکې
ده ویـــــل زه مـــداري نه یم طبیب یم
خـــلګ ښـــه پیژني ماچي زه حبیب یم
زمــــا دپلار او دنیکه هم داپېشه وه
پــــه حیرت بـه ورته تېره زمانه وه
راشئ واخلئ پاته دغه څــو کپي دي
سرِ درد او دزکام او دنــــــزلې دي
هم علاج دمـــــردانه قوت پــــه کیږي
دشهوت ارمــــان مویومخ پوره کیږي
یو سپین ږیرئ چي نژدې ورته ولاړوو
ســره غرمه وه او ددوبي سوراهاړ وو
پــــــه خنــدا خندا یې ماته ویل وروره
دغـه خلګ څومره خره دي ورته ګوره
زه سپین ږیـــرئ مـــادي کړي سفرونه
دي راغوښتي مې اوه پــــردي ملکونه
راځه ولاړسودغه ټــــولـــه پراډ دوکه ده
ناست پر تړه او غم زما وستا ورسره ده ؟
په درناوي
سهیلی پښتونخوامسلم باغ