ای په ژبه یی اظهار کولی نه شم
په جانان دا اعتبار کولی نه شم
ژوند د غم یوه افسانه ده نه هیریږی
له ریښتیا نه خوانکار کولی نه شم
خدایه څومره خودپرسته شول دا زړونه
اوس باور په خپل رویبار کولی نه شم
نه د ځان او نه د بل فیصلی اورم
عمره تا ته کوم ګفتار کولی نه شم
څوک خوښی او څوک په غم کی اوښکی ژاړی
زه توپیر ددی رفتار کولی نه شم
میرمن بهیر- امریکا