ماته مي د شپې په خوب کي تشه ارواراوله
يه جانانه خوږمې کړه اوډيره ژړاراوله
ستاښکلامې سترګوکي په لپولپوايښې ده
زړه ته مې له نوره ډکه نوره ښکلاراوله
زمازړګی به مخې ته تڼاکې درته وچوي
ته خوراته لږغوندي پرشونډوخنداراوله
زه مې له خپل ځانه دجنون پردښته وتی يم
ويښ مې کړه پيدامې کړه اوبيرته خوماراوله
ستاکه دوقارپه زړګي هروختي څه ښه کيده
زمافيصله مه ګوره له ځانه ملاراوله
کډوال ادبي ټولنه مسلم باغ پنډغالي