نن مي بيا د يا ر له غمه ناقرار زړه
نه صبرېږي رانه غواړي ګل نګار زړه
له هغه راهيسي ژړ زبېښلی ګرځم
چي مي شو دا ستا په زلفو ګرفتار زړه
چي د هجر په تېرې چړې دي پرې کړ
څه علاج خومي اوس وکړه د بيمار زړه
ور ته ومي کړې زارۍ نه يې منلي
تر ډبري لا هم کلک دی زما د يار زړه
څه به وايم د دې ښکلو د ستمه
سوځوي مي همېشه په سره انګار زړه
ته به بيا کله راځې پر دغه لاره
اشنا چوي مي دا ستا په انتظار زړه
نور مي مه ازاروه خوږه جانانه
هسي نه ستا له يارۍ مي شي بېزار زړه
زه (رنځور) په هغه ورځ په غم ککړسوم
چي د عشق په سمندر مي کړ ګزا رزړه