نظم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50819
محمدعلي عمري
دخبریدو نیټه : 2012-08-05


هغه ږغ اوري هـــرځاي پــــه هرمكان كې
آن دننه پـــــه زړګــــــي دهـــــر انسان كې

لـــــــه هـــرځاي څخه نيولـــې ترهرځايه
دده علم باندې شته دئ پـــــــه هــرآن كې

دقدرت لاس يې هرځــاي تــــه رسېدلئ
سترخالق دئ باچهي يه پــــه  جهان كې

اې زاهده  په خلوت يې لټــون مه كړه
هغه  شتون لري دننه ستا پــه ځان كې

هغه هرچاتـــــــه ږغيږي پـــــه اسانه
ږغېدل يې سرترپـــــايه   په قرآن كې

كوم ايمان چي له حسد كركې خالي وي
دده نورځليږي هغه پــــــاك ايمان كې

پرنړۍ چي دتيارې پلــــــــــوراخوركړي
سترګي ښخې كړه  په ستورو اواسمان كې

خوكوم وخت چي لمرتــه ووايي راخېژه
مرغان هرخواته چوڼيږي په څه شان كې

چي هېركړئ چــــــــا خالـــق داسمانونو
وي سركوزئ به دژوندپه هر ميدان كې

لاس كړه پــــورته عمري هغه دې ويني
ګوره ګــوره پـــا ته نه شې په ګمان كې

۰۰۰

په درناوي
سهيلي پښتونخوامسلم باغ