سيدستار مهتابي : كندهار
تير ماښام تر روژه ماتي وروسته د كندهار ملي راډيو او ملي تلويزيون له لاري خبر سولو چې په كندهار كې د خبريال او د كندهار ملي راډيو ټلويزيون د امر نورالله نوري ورور ، د هغه وراره او د ملي تلويزيون موټرچلوونكى د ماين په يوه خونړۍ پېښه كې په شهادت ورسيدل .
د يووالي راډيو مشرتابه او كاركوونكي په دې پېښه سخت خواشيني كړو او نوري صاحب ، د هغه د كورنۍ او د كندهار ملي راډيو ټلوزيون ادارې ته د تسليت او خواخوږۍ مراتب وړاندي كوو او په دې غم كې ورسره ځانونه شريك بولو .
خداى ج دې شهيدانو ته فردوس جنت ، كورنيو ته جيل صبر او بريدكوونكو ته د دوږخ ستر عذاب وركړي .