په وطن بيا نو بهاردی د بلبلو چغهار دی
هري خواته رڼاګاني ټول وطن ګل وګلزاردی
خويوزه خواردرپه دريم اوف په بل وطن مهاجريم
خلګ ځي وشنوباغوته ښوونځيومدرسوته
وسروزونو او شوقوته وښايسته ښکلو مېلوته
زه دهرڅه ناخبريم اوف په بل وطن مهاجريم
وم ازاد خپلو دښتو کي هم په کليو او پټوکي
وم زمری په خپلوغروکي خودبل وطن کوڅوکي
تروريست يم ترهګريم اوف په بل وطن مهاجريم
د چتراله تربولانه د هلمند تربدخشانه
لوړمونوم پر ټول جهانه ټوله يو افغانستانه
خيرکه لريم اوکه بریم اوف په بل وطن مهاجريم
خدايه ! ته يې راودان کړې ښايسته موګلستان کړې
سره يوبياټول افغان کړې زما(نصرت)پوره ارمان کړې
زخمي سوی پرځيګريم اوف په بل وطن مهاجريم