دشپې په خوب کي ښایستې راسره ژمنه وکړه .
چي له دې خپلوغټوسترګوبه پلوپورته کړي.
ماته بې وښيې خونکاره، قلندره نجلۍ.
اوراښکاره به کړي، پرخپل ښایست مغروره نړۍ.
دښکلاګانوپه سحرکي به مې ونغاړي دا.
اوپه رښتیابه مي پرخپل جمال مین وګڼي.
خودې دخپل حسن لښکري ایله کړې.
زه يې بندي کړم ، دښایستومحل کي.
دخماریانوترزندان يې، لاس تړلی بوتلم.
لکه سړی چي يې پرغلانیولی
دغټوغټوقلندروسترګو.
ددیدن غلايې پرقضيه ولیکل.
اودښکلاګانووقاضي ته يې وروسپارلم.
هغه ،راڅه يوڅوداسي پوښتني وکړې.
ولي پرڅه دغټوسترګودیدنونه کوي؟
ته خبرنه يې! چي دښکلوسترګودیدسزاوې لري.
داسي سزاچي به دي ژوندپه دارکړي.
اوتابه وباسي له خپله کاره .
زه مې پرتوروسترګوتللی زړه راغونډکړم.
اودقاضي ځواب کي داووایم .
قاضي !
ته دښکلا په جرم نه پوهیږي .
تادښایست زخم لیدلی نه دی.
زه يې ویشتلي يم پرزړه ښایستې.
پخپلوسترګويې زخمي کړمه زه .
ته دي خپل فکرکړه ورکښته مې دزړه کوګل ته .
ته به دمیني افسانې وویني .
ته به دخوږزړګي اهونه حس کړي.
ته به دخیال ښکلاکي وویني سېنګاره خونه .
قاضي!
نوردښایستوسترګوکتل دي له سزاوباسه .
اودښکلوپه دام بندوزړونومرسته وکړه .
هلمندراډیو۱۳۹۱-۵-