دادمستوزړونوکورده وران يه نکړې
داوطن ده دامومورده وران يه نکړې
دمورکۍ په قدمونوکې جنت ده
داجنت پناله اورده وران يه نکړې
ککرۍ مودومره ډيرې باندې ورکړې
هرقدم دشهيدګورده وران يه نکړې
داچي وروڼه موپه خپلوکي جنګيږي
بي ننګي ده داپيغورده وران يه نکړې
دادزړه زخمونه ټول به پکښې مات کړو
دزخمونوموټکورده وران يه نکړې
شرمښان ورنه هيڅ خونداخيستی نشي
دزمريوپکښي شورده وران يه نکړې
پاک قلم دحميدي ګنهګارمه شه
که خيبرده دايه ورورده وران يه نکړې
کډوال ادبي ټولنه مسلم باغ پنډغالی