تش کلي کې زه د ورځو شپو نه يم
ځمه دلته نور د اوسېدو نه يم
دومره د اشنا سترګو خمار کړمه
پروت يمه نشه د ودرېدو نه يم
څيرې مې ګرېوان دی مدام ځکه چې
هر چا سره لار باندې د تلو نه يم
خيرکه زړه مې ښکار لړمون مې خوړين شولو
خپل جانان خوړلی يم پردو نه يم
مه وايه چې ولاړو اټک زوړ شولو
زه د زړېدو د ورکېدو نه يم
/ کامه