دروژې نهه ويشتمه وه سهار وختي د اختر اعلان وشو، په غړپ اوبو مې ژر د ثواب دپاره روژه ماته کړه او په منډه د لمانځه دپاره جومات ته ولاړم ، لمونځ وشو ټولو يو بل ته غيږې پرانيستې او مبارکيانې شروع شوې ما هم يو څو تنو خپلو او پرديو ته بارکي ورکړه ، په خپل مشر ورور مې سترګې ولګېدې ژر له صفه او جوماته ووتم ،بس هسې ترې خپه وم او زړه مې نه غوښتل چې ورغاړېووځم٠
سبا د جمعې لمانځه ته ولاړم ګاونډی په مخه راغلو سلام يې راواچوه ، ويل يې بخښنه غواړم چې تېره ورځ مو د ماشومانو په سر شور وکړ، غوښتل يې چې غيږه راکړي خو ما ترې مخ واړوه او ښويه جومات ته ننوتم ملا مسلې کولې زما سترګې لږې خوږې شوې ، ګورم چې يوکس راغلو او د يوه ورکوټي خټکي هومره يو شی يې را کړ ٠ تک تور او خيرن پيرن لکه سپينه اوسپنه چې زنګو ورسته کړې وي ، لږ ووېرېدم ځکه چې درګرده يې زما په لاسونو کې ټوپونه وهل ، ما ژر وپوښتل پدې څه وکړم ؟
هغه بېرون ډېران ته ګوته ونيوه او و يې ويل : هغه مردارۍ او کثافاتو کې يې وغورځوه٠
ما سخت ټکان وخوړ سترګې مې پرانيستې ګورم چې پر خپل زړه مې ټيګ لاس يښی دی٠