د روژې وه ديارلسمه
په کورنو ګرځيدلو
چا ويل هلته خيرات دي
په ښارونو ګرځيدلو
هلته پاته دلته پاته
تش لاس کور ته ستنيدلو
ټولي شپي ورځي سوې تيري
داختر شپه دا نن شپه ده
نن به بيا څو ميندي ژاړي
ورسره بي پلاره سوي
زما په شان يتيمان ژاري
زه يتيم يم زه يتيم يم
تير اختر مي پلار ژوندي وو
زه بې بوتلمه بازار ته
د اختر په لومړي شپه يي
په ښارونو ګرځولم
چي به زما څه خوښيدله
نو هغه يي اخيستله
نن هغه د اختر شپه ده
پلار مي نسته زه او مور مي
په سرو اوښکو سره ژاړو
ګاونډي ماشومان ټوله
له پلرونو سره تللي
په ښارونو کي به ګرځي
نن هغه د اختر شپه ده
بيا سبا به زما همزولي
په کوڅو کي بازارو کي
په ښايسته ښکلو جامو کي
څوک به راسي زموږ کورته
موږ په هغه زاړه کور کي
په سرو اوښکو سره ژاړو
نه مي پلار سته دې اختر کي
نه مي مور ته کالي راوړه
نه مي وس دومره پيدا کړو
چي جامې خپل ځان ته واخلم
بس ژړيږو بس ژړيږو
پيغورونه دومره ډير سوه
هم د کلي د کوچنيانو
هم د خپلو خپل خپلوانو
نور اختره نه دي غواړو
ځه اختره ځه اختره
مور مي کونډه زه يتيم يم
دومره هيڅوک پيدا نسو
چي اختر کي جامي راکړي
يا زما د مور سرې اوښکي
د يتيم زوي په ګريوان کي
په مسکا کړي وربدلې
ځه اختره ځه اختره
خوشحالي هغو ته ورکړه
چي پلرونه يي ژوندي وي
سرمايه يي وي ښه زياته
خو د ځان لپاره يي ايښې
نن هغه د اختر شپه ده
زه او مور مي په سرو اوښکو
سره ژاړو
تير اختر مي پلار ژوندي وو
خو په دي اختر يتيم يم
د روژې اته ويشتمه ورځ 2012