دا څولسیزې کیږي د کسات کلي کې جنګ دی
ملګرو دحجرې او دجومات کلي کې جنګ دی
کټ مټ د ځنګل اور دی وچ لامده پکې سوزیږي
تر ننه پکې نشته مساوات کلي کې جنګ دی
حیران یو چې دکومې یوې بلا مخې ته ورشو
حیران یو دچا وکړو مالومات کلي کې جنګ دی
خواږه خواږه یاران مو یو پر بل شول بې اعتباره
په ګرانه تمامیږي ملاقات کلي کې جنګ دی
تر ډیره به د هر څه شي محتاجه شو یو بل ته
په سترګو شو ړانده لاسونه مات کلي کې جنګ دی
د بر کلي سپین ږیرو هله زر شئ سوله وکړئ
خدای مه کړه هسې نه چې شو میرات کلي کې جنګ دی
د ژوند خواږه سپرلي دې هسې هم په جنګ کې تیر شول
امینه وایه شپه ورځ مناجات کلي کې جنګ دی —