لـوی څښـــتنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51228
امانزی
دخبریدو نیټه : 2012-08-29

 

زه موجود ناطـــق انسان یم دانسان راته مقـــام را

که احسان راسره وکړې د زړه  رحم ته الــــهام را

قضاوت د فکر غواړم چي پرځان لــــږباوري شم

تیر تر زرو او زیور یم ستړي روح ته مي ارام را

تهديد نه وي له ټوپکه نه مي ژوند د بل ولــکه کي

ازادي د روح لپاره  پـه قــلم زړه تـــــه پیـغــام را

توان راکړې د خــــبرو په منطق او استــدلال کي

د تفهيم ژبه چي زما وي په نيکي کښي یې انجام را

پوهېدلی یم په زغـــرده هرڅه ستا دي په قبضه کي

محتاج سوی ستا د نیازیم هــر بشر ته احتــرام را

دهـر بحث پر بنا به امانـــزی غوره اصول کـــړي

د نیکـــیوپـــــه رڼـــا کي پیرزویـــني تـــه دوام را

ناروي ۲۰ اګست ۲۰۱۲